ایکناخبرِ آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړي استازي ګیر او پيټرسن چې د سورئې د بدلونونو په هکله د نظر د تبادلې په موخه تهران ته راغلی ، نن يې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره ملاقات وکړ.
د ایران خارجه وزیر په دغه ملاقات کښې په سوریې کښې له ملي خبرواترو او صلې او ثبات سره د مرستې لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي استازي په قدرونې سره، په دې لړ کښې د هغه د کامیابۍ لپاره د ایران په رښتونو هلوځلو ټینګار وکړ.
امیر عبداللهیان په سوریې کښې د امریکايي ځواکونو غیرقانوني شتون او هم داشان په دغه هیواد باندې د صهیونیسټي رژيم حملې په سوریې کښې د سیاسي حل لارې په بهیر کښې د خنډ راتلو لامل وباله او ورته یې د نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتو د پاملرنې په ضرورت ټینګار وکړ.
د سوریې په چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړي استازي هم په دغې کتنې کښې د سوریې حالات باثباته وبلل او ویې ویل: په روانو حالاتو کښې هیڅ کوم لوری، په دغه هیواد کښې د حکومت د بدلیدو خبره نه کوي.
ګیر پيټرسن د سوریې د ملي واکمنۍ، سیاسي نظام او ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنې باندې تاکید وکړ.